له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
ننګرهار:
د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني په مرکز او والسوالیو کې د دغه ولايت د پوهنې آمرینو ته لارښوونې وکړې، چې د پخواني شوروي د یرغل او په افغانستان کې د مجاهد ملت بریا، چې د جدي له شپږمې نېټې سره سمون لري دغه ورځ په خپلو ادارو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځي.
خوست:
د خوست ولايت د موسی خېلو والسوالۍ والسوال مولوي ذبيح الله حقاني او نورو امنيتي مسوولينو د دې والسوالۍ د پوهنې آمریت سره په همغږۍ د یوې غونډې په ترڅ کې یې د يادې والسوالۍ د پوهنې له بهير څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه يې وکړه، چې د پوهنې په پروګرامونو کې به برخه اخلي. او د ښوونې او روزنې په برخه کې به تر خپله وسه مرسته کوي
کابل:
د کابل ولایت د میربچه کوټ والسوالۍ د پوهنې د څارنې آمر مولانا محمد عیسی احمدي وايي: د پورته دکوی، د مردان ، میر رحیم الله شهید او د شیخان د لیسو د دولسمو ټولګيو د نمرو د جدولونو پایلې د دې والسوالۍ د پوهنې د څارنې د غړو له خوا وڅارل شوې او د پوهنې ریاست د شهادتنامو ریاست ته د عملي چارو په موخه ولېږل شوې.
کاپیسا:
د کاپيسا ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني له خپل مل پلاوي سره د تګاب والسوالۍ له مرکزي يتيم خانې څخه ليدنه وکړه او مسوولينو ته يې د تدریسي بهیر د ښه والي او د زده کوونکو ته د ښې روزنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
بلخ:
د بلخ ولایت د دهدادي والسوال قاري محمد ادریس سدید د شپې له خوا د دې والسوالۍ له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او د شپې له مخې یې له ملازمانو څخه څارنه وکړه او هغوی یې وهڅول، چې خپلې دندې په رښتینې توګه ترسره کړي.
هغه وويل، چې له دې کار څخه يې موخه د دولتي املاکو او د ښوونیزو وسایلو ساتنه ده.
