له ولایاتو څخه د پوهنې د فعالیتونو خبرونه.

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۳:۵۹
dfh

خوست:
د خوست د پوهنې ریاست مسوولینو د دې ولایت د تڼيو ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو اداري او تدریسي چارې یې وارزولې،  او همدارنګه د پوهنې له مسوولینو یې وغوښتل، چې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو لپاره منظم پلانونه او برنامې ولري.
پروان:
د پروان ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني د شیخ علي ولسوالۍ د پوهنې په آمریت کې د "سالم مدیریت او د چارو د همغږي" تر سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې د اداري او تدریسي چارو د ښه والي ترڅنګ وویل، چې ښوونیزې برنامې او خدمتونه باید د ټولو لپاره یو شان وي.
لغمان:
د لغمان ولايت د پوهنې مسوولين وايي: د دغه ولايت په ښاري حوزه کې د نسوان علي خېلو او سلطان غازي بابا ښوونځيو پر زده کوونکو وقايوي ګولۍ ووېشل شوې. ويل کيږي چې دغه ټابليټونه د پوهنې د مسوولينو او د عامې روغتيا د استازو په شتون کې ووېشل شوې او زده کوونکي يې له ارزښت او اهميت څخه خبر شول.
لوګر:
IRC موسسې د خپلې موسسې  په مالي لګښت غواړي د لوګر ولایت د بي بي آمنې د نجونو د لیسې د زده کوونکو لپاره د ۷۰ مترو په ژوروالي سره د څښاک د اوبو څاه وکیني، چې د دغه څاه په کیندلو سره به په زرهاو زده کوونکي او استادان د اوبو له نعمت څخه برخمن شي.
بادغیس:
د بادغیس ولایت د پوهنې رئیس د باغک نجونو لیسې د آبګرمک نجونو لیسې، قرقیطو له لېسې او د باغک منځني ښوونځي څخه لیدنه وکړه او د یادو ښوونځیو د کیفیت د ښه والي په برخه کې یې د مسوولینو د هڅو ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS