له ولایتونو د پوهنې اړوند څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۰:۴۱
e45

 پنجشېر:
 د پنجشېر ولايت پوهنې رياست ځانګړې غونډه د دغه ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ايشان حماس په مشرۍ،چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زده کړو، ملي راډيو تلويزيون، سپورت او بدني روزنې استازو ګډون درلود، جوړه شوه. 

 د غونډې په پيل کې پوهنې رئیس د ياد ریاست يو شمېر اړتیاوو لکه؛ درسي کتابونو، سپورتي وسایلو، د ښوونځیو او مدارسو بیارغونې په هکله یادونه وکړه او د غونډې له ګډون والو یې وغوښتل چې په دې برخه کې له پوهنې ریاست سره همکاري وکړي.

 سمنګان:
 د سمنګانو ولايت پوهنې رئيس مولوي نصرت الله فيضاني د دوآب ولسوالۍ د ښوونځیو له آزموينو څخه د ليدنې په ترڅ کې، د يادې ولسوالۍ پوهنې آمريت له فعاليتونو څارنه وکړه.
  دغه راز يې د پوهنې د وضعيت ښه والي، نويو زده کوونکو د جلب او جذب او هغوى ته د ښوونيز چاپيريال  برابرولو په موخه له علماؤ، قومي مشرانو، ښوونځيو له شوراګانو او د زده کوونکو له والدينو سره تفصيلي خبرې وکړې.

 لوګر:
 د لوګر ولایت په ۶۰ بابه سیمه ییزو مدارسو کې د ۱۶۷ استادانو  ګمارنې بهیر پیل شو.
  د پوهنې مسؤلینو د وینا له مخې، په دې پروسه کې هغه ښځې هم شاملې دي، چې پخوا یې د آزادې سیالۍ آزموینو له لارې د ګمارنې معیارونه پوره کړي وو.

 پروان:
 د پروان ولایت پوهنې رئيس مفتي محمدحسن حقاني په مشرۍ د ياد ولايت پوهنې رياست کې د نوي تشکیل د تطبیق په موخه غونډه جوړه شوه.
    پوهنې رئيس د دغه رياست د نوي تشکيل د تطبيق په باب خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ، کوم کارکوونکي چې له دندو ګوښه شوي دي، د پوهنې وزارت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم به خالي بستونو کې وګمارل شي.

 تخار:
 په دې وروستيو کې مولوي ګل محمد بشير د تخار ولايت ښوونې او روزنې آمر په توګه ټاکل شوى دى.
 نوموړی د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د ياد ولايت پوهنې رئيس لخوا اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په کار یې پیل وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS