له ولایتونو د پوهنې ریاستونو فعالیتونو ته کتنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۹:۳۷
123

 بغلان

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دغه ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي محمدنور عزيزي سره وکتل.
لومړی د بغلان د پوهنې رئیس د دغه ریاست کاري راپور له والي سره شریک کړ او د ښوونځیو د ستونزو د حل او یو شمېر نورو اړینو مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.
بل پلو د بغلان والي د پوهنې ریاست د کړنو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د شته ستونزو په حل کې به همکاري کوي.

تخار

د تخار ولایت د پوهنې ریاست اداري او لوژستیکي غونډه د دغه ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر تر څارنې لاندې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د تخار د پوهنې رئیس د بودیجې، پېرودلو، قراردادونو او وړاندیزونو د ننګونو په اړه د یاد ریاست له مسؤلینو سره مشورې وکړې او پرېکړه وشوه چې د پورتنيو مسایلو د حل په موخه دې د دې ادارې له کارپوهانو  څخه یوه کاري کمېټه جوړه شي.

ارزګان

د اروزګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي شمس الله اخندزاده کامران د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یک لنګ لېسې نوی مدیر د یادې لېسې ښوونکو او زده کوونکو ته ور وپېژاند.
 نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د عالي لېسې له نوي مشرتابه وغوښتل، چې د دغه رياست د پلانونو د پلي کېدو او د زده کوونکو  علمي کيفيت د لوړولو په برخه کې لا زياتې هڅې وکړي.
د لېسې نوي آمر د پوهني رياست له مشرتابه څخه د منني په ترڅ کي ژمنه وکړه چي خپلې دندې ته به په صادقانه توګه دوام ورکړي.

 
سمنګان

  د سمنګان ولایت د فیروز نخچیر ولسوالۍ د پوهنې آمريت د همغږۍ غونډه د یادې ولسوالۍ د ولسوال او د پوهنې ریاست د کارکوونکو په ګډون د ښوونځيو د ستونزو دحل په موخه جوړه شوه او په اړه یې نظرونه تبادله شول.
 په دې غونډه کې د يادې ولسوالۍ د پوهنې رئيس د څښاک د پاکو اوبو، برېښنا،  ښوونځيو د ترميم او يو شمېر نورې ستونزې مطرح کړې او له مشرتابه څخه يې د حل غوښتنه وکړه.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS