له ولایتونو د پوهنې فعالیتونو په اړه د څو خبرونو لنډیز

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۱۱:۱۳
123

 کندز

 دکندز ولايت دپوهنې رياست اداري غونډه د دغه ولايت دپوهنې رئيس مولوي محمد اسماعيل ابو احمد په مشرۍ جوړه شوه .
  په دې غونډه کې د پوهنې رئیس د مسؤلیتونو د سمو او قانوني  اجرااتو، د کړنلارې د تطبیق، د ياد وزارت د مقرراتو، د بيت المال د ساتنې، له مراجعینو سره د ښه چلند او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
 ګډون والو د يادو موضوعاتو د منلو سربېره خپلې کاري ستونزې هم د پوهنې له رئيس سره شريکې کړې.

 هرات

 د هرات ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني په خصوصي ديني مدارسو او رسمي دارالعلومونو کې دښوونکو د ګمارنې په موخه له هغه رقابتي ازموينې کتنه وکړه کوم چې د دغه رياست د ساينس مرکز کې د ځانګړي پلاوي تر څارنې لاندې ترسره شوه.
  په دې ازموینه کې ټول ټال ۱۷۲ تنو وړ کسانو برخه اخیستې وه، چې له دې جملې څخه به يې ۳۰ تنه چې معیاري نومرې پوره کړي د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

 بغلان

 دبغلان ولايت دپوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نورعزيزي د ​​دغه رياست له کارکوونکو سره ځانګړې غونډه وکړه.  
ديادې غونډې پر مهال د څلورنيم مياشتنيو ازموينو په بهير، د دندو په مسؤليتونو، له بيت المال څخه سمه استفاده او داسې نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

 بلخ

  د شولګرې ولسوالۍ د پوهنې آمر له علماؤ، ښوونکو او د ديني مدارسو او دارالحفاظونو له مسؤولینو سره ناسته وکړه ، اړوندو ادارو ته يې د اداري، تدریسي او  ځانګړو فورمونو د ډکولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

 د يو بل خبر له مخې؛  د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمر په هغه غونډه کې چې د يادې ولسوالۍ د ولسوال تر نظارت لاندې جوړه شوې وه ګډون وکړ  او د پوهنې په برخه کې يې د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړې.
 نوموړي د يادې ولسوالۍ  رهبري له لوري د ولسوالۍ  پوهنې له آمريت سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۹
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو پایلې اعلان شوې

د کابل ښار د ۳۳ ښوونځیو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱ مه نېټه د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له خوا د حبیبیې لېسې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۵
Background image

د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د مرکزي فتر، د بشري سرچینو عمومي ریاست، د نتایجو او شهادتنامو ریاست لپاره د امنیتي کیمرو نصب او فعالولو لپاره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۰
Background image

په نیمروز ولایت کې د یو باب دارالعلوم نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د نيمروز ولايت خاشرود ولسوالۍ اړوند په تيپه ناوی کلي کې «دعارفيه دارالعلوم » ودانۍ جوړه او د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شوه.

د یادې ولسوالۍ د پوهنې مسئولينو د معلوماتو له مخې: ياد. . .

BACK TO NEWS