له ولایتونو د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۳:۴۹
14

لغمان

د لغمان ولايت مرکز اړوند نوآباد کلي يو شمېر قومي مشرانو د یاد ولايت له پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد څخه په خپل کلي کې د يوه ښوونځي د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د پوهنې رئيس له لوري ومنل شوه.

ننګرهار

د ښوونې او روزنې خیریه بنسټ د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې پر ۳۰۰ تنو بې وزله او یتیمو زده کوونکو خوراکي توکي او نغدې پیسې ووېشلې.

د یاد ولايت پوهنې رئيس د ياد بنسټ له مرستو مننه وکړه او له نورو بې وزلو زده کوونکو سره يې د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

بلخ

د بلخ ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل تر څارنې لاندې د دغه ریاست د آمرینو او مدیرانو په ګډون جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د کړنلارې له مخې د بلخ ولایت د مدارسو په ۲۴۹۵ خالي بستونو کې د علماوو د ګمارنې او یو شمېر نورو اړینو مسایلو په اړه لازمې خبرې او پرېکړې وشوې.

کندهار

د کندهار ولایت په ښوونځیو کې د ۹ زره تدریسي او اداري بستونو ډکولو لپاره د آزموینې اخیستلو بهیر پای ته ورسېد.

د یاد ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي فخرالدين نقشبندي وايي: دغه آزموينې په څو پړاوونو کې د مؤظفې کمېټې له لوري په روڼتیا سره اخیستل شوې او هغه کسان چې معياري نمرې يې تر لاسه کړې، په ديني مدارسو کې به د استادانو په توګه وګمارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS