له ولایتونو د پوهنې په اړه څو لنډو خبرونو ته کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۴:۳۵
123

پروان

د پروان ولایت د پوهنې ریاست مسؤلینو ترمنځ غونډه وشوه.
په ياده غونډه کې د همکارو ادارو مسؤلینو د خپلو شته فعالیتونو او لاسته راوړنو يادونه وکړه او خپل راتلونکي پلانونه یې له ګډون والو سره شریک کړل.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس مفتي محمد حسن حقاني د غونډې له ګډون والو وغوښتل، چې د پلانونو د پلي کېدو په برخه کې دې له رياست سره همکاري وکړي.


کندز

د کندز ولایت د پوهنې رئیس الحاج محمد اسماعیل ابو احمد په دغه ولایت کې د ج/هادي مدرسې له اداري، تدریسي او د ليليې فعالیتونو څخه څارنه وکړه او مسؤلینو ته یې د درسونو د کیفیت د ښه والي او د لیلیې او نورو څانګو د لګښتونو خوندي کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.

پنجشیر

د پنجشیر ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو آمريت له اړوندو مسوولينو سره د يوې مشورتي ناستې په ترڅ کې د اداري چارو د چټکتيا او د زده کوونکو لپاره د تدريس د عملي کولو، د کار په بهير کې د اسانتياوو رامنځته کولو، د استادانو ظرفيتونو د لوړولو او د تشکيلاتو د سمون په اړه خبرې وکړې. 
د ياد ولایت په ټولو ولسوالیو کې د نویو مدارسو د جوړښت په اړه نظرونه تبادله شول.

لوګر

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست  غونډه د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز تر څارنې لاندې د ۱۲ ا/مارتي ادارو د استازو او همکارانو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د لوګر له پوهنې سره د همکارو ادارو مسوولینو خپل تطبیق شوي پلانونه او روان پروګرامونه وړاندې کړل او د کاري اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه یې وکړه.
د دغه ولايت د پوهنې رياست رهبري د يادو ادارو د همکاريو قدرداني وکړه او له هغوی يې وغوښتل، چې د پوهنې رياست سره په همغږۍ خپل فعاليتونه ترسره کړي.

لغمان

 د لغمان د الینګار ولسوالۍ د پوهنې امر د یادې ولسوالۍ د ښوونځيو له مدېرانو سره د لیدنې پر مهال د ښوونکو د معاشونو د ستونزو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

په غزني ولایت کې د ۴۰۰ تنو څخه ډېر زده‌کوونکي له خوندي تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول

د غزني ولایت ناور ولسوالۍ اړوند په چهارقلعه سیمه کې د «شهید محمد حسن» ښوونځي ودانۍ د ولسي مرستو په مټ د ۲ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو لخوا رسماً پرانیستل شوه.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې څو ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

په هغو مراسمو کې چې د پورته ذکر شویو پروژو د پرانيستې په موخه جوړ شوي وو، پکې د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري گل حيدر شفق، پوهنې مسئولينو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين. . .

BACK TO NEWS