له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۲:۳۶
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

هلمند

د هلمند ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد عوض انصاري د دغه ولايت په مرکز کې د دوو ښوونځيو له ښوونیزو او اداري فعاليتونو څخه څارنه وکړه او د يادو ښوونځيو له زده کوونکو سره يې د ليدنې پر مهال د هغوى ستونزې له نږدې وڅېړلې.
نوموړي دغه راز د يادو ښوونځيو له مديرانو او ښوونکو سره په کتنه کې زده کوونکو ته د باکيفيته زده کړو پر برابرولو ټينګار وکړ.

نورستان

د نورستان ولایت پوهنې ریاست د ا.ا. ا له ۸۰۰ مجاهدینو څخه د سویې ازموینه واخیستله. ویل کېږي چې د دې ازموینې بریالي کسان به په دولسم ټولګي کې شامل شي.

دایکندي

 د دایکندي ولایت د پوهنې ریاست او په دغه ولایت کې د یونیسف د سیمه ییز دفتر ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
په دې کتنه کې د پوهنې په برخه کې د مرستندویو بنسټونو پر فعالیتونو، په لرو پرتو او اړمنو سیمو کې د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ټولګیو د جوړولو په باب خبرې وشوې.
 د دايکنډي د پوهنې رياست مشرتابه د يونيسف او نورو مرستندويه بنسټونو د مرستو د مننې تر څنګ له هغوى څخه وغوښتل چې د پوهنې له رياست سره د ټولو ښوونيزو فعاليتونو په عملي کولو کې مرستې وکړي.

بغلان

د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي د دغه ولایت د ښوونکو د روزنې له عمومي آمر محمد اکبر احمدزي سره په کتنه کې د مرستو د ژمنې په ترڅ کې له هغه څخه وغوښتل چې د میتودیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت په برخه کې له محصلینو سره جدي کار وکړي.

پروان

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د ریاست پلاوي په پروان ولایت کې د پوهنې ریاست د نشراتو د مدیریت کارکوونکو ته او همدارنګه په دغه ولایت کې د یونیسف د سیمه ییزو کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار جوړ کړ.
په دې سیمینار کې د کمېټې د درسي کتابونو د ترلاسه کولو او وېشلو، د کتابونو تخنیکي چک، د پروان ولایت ښوونځیو ته د پوهنې وزارت له لخوا د ۹۸زره ۸۴۹  سوه ټوکه کتابونو د وېش په برخه کې د مشخصو ټیمونو پر جوړولو او د فورمونو پر چمتو کولو روزنه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS