له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
د نورستان ولایت د پوهنې ریس مولوي تاج محمد مطمین د دغه ولایت نورګرام ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د نورګرام ولسوالۍ د پوهنې عمومي وضعیت یې وڅېړل او مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.
نیمروز:
د نيمروز ولايت د پوهنې رياست د يونسيار بنسټ په مالي مرسته د عبدالرحمن پهلوان لومړني ښوونځي ته معياري ودانۍ جوړوي.
د نيمروز د پوهنې مسوولين وايي، چې د دغه ښوونځي په جوړولو سره به څه باندې ۵۰۰ نارينه او ښځينه زده کوونکي د درسي خونو له لرلو برخمن شي.
په یو بل خبر کې:
د نيمروز ولايت د پوهنې ريس مولوي ګلبدين شريفي د خصوصي ښوونځيو له مسوولينو سره د نارينه او ښځينه ټولګيو د بېلولو، د هغوى د فعاليت د جوازونو د تجديد او له قوانينو سره سم د اداري اسنادو د تنظيم په اړه غونډه وکړه. د خصوصي ښوونځیو له مقرراتو سره سم د تدریسي موادو او اکمالاتو د چمتو کولو او نورو موضوعاتو په اړه يې خبرې وکړې.
په ورته ډول:
د دغه ولایت د پوهنې ریاست د وړاندیز له مخې بریالی د دغه ریاست د داخلي تفتیش د عمومي مدیر په توګه معرفي او په کار یې پیل وکړ.
د دغه ولايت د ښوونې او روزنې آمر ګلبدين شريفي د پخواني مدیر له کارونو څخه خوښي څرګنده کړه او نوي مدیر ته يې د لا زياتو برياوو غوښتنه وکړه.
