له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۴:۵
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

پکتیا

په زرمت ولسوالۍ کې ښوونځیو ته د ۵۲ زره او ۱۷۲ ټوکه درسي کتابونو د وېش بهیر پیل شو.
په همدې اساس د زرمت ولسوالۍ د پوهنې آمر له هغه ۱۲ ورځني سیمینار څخه چې د سیمه ییزو ښوونځیو د ښوونکو لپاره په لاره اچول شوی وو لیدنه وکړه او پر ارزښت یې له ګډونوالو سره خبرې وکړې.

پنجشیر

د پنجشیر ولایت د پوهنې رئیس مولانا غلام ایشان حماس په وینا؛ په پلان کې ده، چې سږ کال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۲ ښوونځیو او ۳ بابه دیني مدارسو ودانۍ په اساسي ډول ورغول شي.
 نوموړي زياته کړه: د دغو ښوونځيو او مدارسو په رغولو کې ۱۷ مليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د پوهنې وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ورکول کيږي .

نیمروز

د نیمروز ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني تر څارنې لاندې د پوهنې ریاست د پروګرامونو له مسوولینو سره اداري ناسته ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د ادارو او پروګرامونو د مسوولینو ترمنځ پر همغږۍ او د اداري او تدریسي چارو د چټکتیا په موخه خبرې وشوې.
 پوهنې رئیس د کارکوونکو په اخلاص سره د کارونو پر دوام ټینګار وکړ او د تعلیمي څارنې غړو ته یې لارښوونه وکړه چې د پوهنې په ټولو برخو کې عدالت او شفافیت رامنځته کړي.

غزني

د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې پلاوي غزني ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د ښوونې او روزنې له آمر قاري محمد ابراهیم حنفي سره وکتل. د دغه ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو په وينا، ټاکل شوې دغه کمېټه د دې ولایت په مرکز او همدارنګه  قرباغ، خواجه عمري او جاغوريو ولسواليو کې د غزني د پوهنې آمریتونو اداري فعاليتونه وڅېړي.

له دې ولایت څخه

د مالستان ولسوالۍ د پوهنې آمریت اداري غونډه د دې ولسوالۍ د پوهنې د آمر عبدالجمیل رؤفي په مشرۍ جوړه شوه.
 په دې غونډه کې د دې آمریت لپاره د ملا امام او مبلغ د ټاکلو ترڅنګ د لاندو موضوعاتو په باب خبرې وشوې: د نویو زده کوونکو د پایلو او لیستونه موجودیت، په مالستان ولسوالۍ کې د ښوونکو د روزنې بيا پيل، د لابراتوار د موادو کمښت، د دیني مدارسو د احصایې راټولول، د خیالي زده کوونکو د شاملیدو مخنیوی او څارنه او په دې ولایت کې د مرستندویو موسسو د فعالیتونو په باب لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS