له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۴:۱۷
صضث

تخار

د تخار ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، د ولایت مقام او د امر باالمعروف استازي په ګډه د تالقانو ښار د مرکزي دارالعلوم له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.

په دې کتنه کې یې د دارالعلوم ستونزې او اړتياوې وڅېړلې.

د تخار ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر د دیني مدارسو او دارالعلومونو وده او پیاوړتیا یې د پوهنې وزارت له پلانونو څخه وګڼله او ژمنه یې وکړه چې د ستونزو او وړاندیزونو د حل په برخه کې به ورسره مرسته وکړي.

نورستان

د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن د دې ولایت له والي شیخ شېراحمد حقاني سره وکتل.

نوموړي د پوهنې ریاست د لاسته راوړنو، فعالیتونو، راتلونکو پرمختیایي پلانونو او ستونزو په باب ورسره خبرې وکړې.

د نورستان والي د پوهنې په برخه کې د هر ډول مرستو ژمنه ورکړه.

پروان

د پروان ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني د سیدخېلو ولسوالۍ د پوهنې له آمریت، د امام اعظم (رح) له لېسې څخه لیدنه وکړه.

د پروان ولايت د پوهنې رئيس د دې ښوونیزو بنسټونو د اداري او تدريسي اسنادو د کتنې پر مهال له مسئولينو وغوښتل، چې د زده کوونکو ښوونې او روزنې ته جدي پاملرنه وکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS