له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

سرپل
په سرپل ولایت کې یو مرستندویه بنسټ، د یاد ولایت د پوهنې ریاست اړوند ۵۰۰ تنو کارکوونکو ته خوراکي توکي ووېشل.
د سرپل پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني د یاد مرستندیه بنسټ له مرستې څخه د ستاينې په ترڅ کې وويل: دغه مرستې د پوهنې په هغو مستحقو کسانو ووېشل شوې، چې څه موده وړاندې یې سروې ترسره شوې وه.
د هغه په ويناء، د مرستو په يادو کڅوړو کې اوړه، وريجې او یوه بوشکه غوړي شامل دي.
کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست د آزادې سیالۍ په ترڅ کې، له ۳۰۰ کسانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.
ټاکل شوې ده، هغه کسان چې معیاري نمرې پوره کړي، د یاد ولایت د پغمان ولسوالۍ په مدارسو او دارالعلومونو کې به د ښوونکو په توګه په دندو وګمارل شي.
هلمند
د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د ياد ریاست له کارکوونکو سره د ليدنې پر مهال، د هغوى ستونزې او لاسته راوړنې واورېدې او له هغوى يې وغوښتل، تر څو ورسپارل شوې دندې په سمه توګه ترسره او له مراجعينو سره نېک چلند وکړي.
پروان
د پروان ولایت پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي او د سیمه ییزه ادارو د مسئولینو په حضور کې، د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو کثیرالرشتوي انستیتوت د محصلینو درسونه پیل شول.