له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۲۲:۳۰
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

لغمان

د لغمان د پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو د آمرینو لپاره د پوهنې وزارت د زده کوونکو د چارو ریاست د پلان شویو پروګرامونو د تطبیق تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ شو. د دې ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د دغه پروګرام له محتوا څخه سمه ګټه پورته کړي او خپل یادښتونه د خپلو اړوندو ادارو له کارکوونکو سره شریک کړي.

پکتیکا

د پکتيکا ولايت قومي مشرانو او د سیمې خلکو د عمران بابا لېسې د ودانۍ جوړولو لپاره د څلور ميليونه افغانيو په ارزښت څه باندې دوه زره متره مربع ځمکه د دغه ولايت تعليمي ادارو ته ځانګړې کړه. د پکتيکا ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالقيوم فاروقي د پکتيکا ولايت د ولسونو څخه د مننې په ترڅ کې زياته کړه: د ښوونځي لپاره د ځمکې ورکول یوه جاریه صدقه ده. او موږ باید د دا ډول خواخوږو خلکو څخه د زړه له تله مننه وکړو.

ننګرهار

د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د پوهنې وزارت د دفتر له لوی رئيس مولوي عزيز احمد ريان سره د ليدنې پر مهال د بېلابېلو پوهنيزو ستونزو ترڅنګ د ننګرهار د پوهنې ریاست پر وړاندې د پرتو ننګونو او لاسته راوړنو په باب خبرې وکړې. مولوي ریان د پوهنې په برخه کې د ستونزو د حل ژمنه وکړه او د ننګرهار د پوهنې ریاست له کړنو یې خوښي څرګنده کړه.

له دې ولایت څخه په یو بل خبر کې ویل شوي، چې د UMCA/RPA موسسې د ننګرهار د پوهنې ریاست په همکارۍ د دې ولایت د اچین ولسوالۍ په ښوونځیو کې ۸۰۰۰ میوه لرونکي او زینتي نیالګي د وېشلو ترڅنګ د یادې ولسوالۍ د یو شمېر مدیرانو او ښوونکو لپاره یې د کرهڼې، ونو او د چاپیریال د زرغونتیا په باب یو ښوونیز سیمینار جوړ کړ.

فراه

په دې وروستيو کې د فراه ولايت د پوهنې رياست د آمرینو او مديرانو لپاره د پوهنې وزارت د زده کوونکو د چارو رياست له خوا جوړ شوى درې ورځنى سيمينار پای ته ورسېد. د دغه سیمینار ګډونوالو د ظرفیت لوړونې د دا ډول پروګرامونو په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه او د دوام غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS