له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۹:۲۱
14

- میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ خلکو له څو بابه ښوونځیو سره ۱۹۰۰۰ افغانۍ مرسته کړې ده، چې یاده مرسته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي او نورو اړینو اړتیاوو په برخو کې لګول شوې ده.

- کندهار:
په کندهار ولایت کې د سویل لویدیز زون د ښوونکو مسلکي پراختیا آمریت لخوا، د یوې همکارې ادارې په مرسته، په ولایتونو او ولسوالیو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا لپاره د "غوره روزونکي" په نوم یو سیمینار جوړ شو.

- هلمند :
د هلمند ولایت د نوزاد او واشیر ولسوالیو د مدارسو د آمرینو او مهتممینو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

- پکتیکا:
د پکتیکا ولایت زیروک ولسوالۍ د خلکو لخوا د خدام القرآن دیني مدرسې جوړولو لپاره ۲.۵ جرېبه ځمکه وقف او سند یې په رسمي ډول د یاد ولایت پوهنې ریاست ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS