له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۱:۱۵
شسی

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې ریاست د مسلکي ښوونکو د ودې آمریت، د یاد ولایت د دولسم پاسو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی سیمینار جوړ کړ او ګډون والو ته یې د تدریس بېلابېلې لارې چارې ور وښودلې.

لغمان

 لغمان ولایت کې یوه مرستندویه بنسټ، په ۴۸۰ یتیمو او اړمنو زده کوونکو خوراکي توکي ووېشل.

د یاد ولايت پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد چې د يادو مرستو د وېش چارې يې څارلې، له مرستندويه بنسټونو څخه مننه وکړه او له اړمنو خلکو سره يې د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د یوبل خبر له مخې:

د لغمان ولایت  پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د یاد ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د دیني مدارسو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او له ښوونکو او زده کوونکو سره یې د جلا کتنو په ترڅ کې د اداري او تدریسي وضعیت پر ښه والي ټینګار وکړ.

پنجشېر

دپنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس په هغه ګډه غونډه کې چې د یاد ولايت دلومړۍ حصې ولسوالۍ دپوهنې آمر او مسئولينو ترمنځ جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

په یاده غونډه کې د پنجشېر ولایت پوهنې رئیس، د پوهنې په برخه کې د لاسته راوړنو، ستونزو او اړتياوو په اړه خبرې وکړې او له پوهنې سره يې د سيمه ييزو ادارو د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

د غونډې په پای کې د پنجشیر د لومړۍ حصې ولسوالۍ مسئولینو په تعلیمي برخه کې خپل ملاتړ اعلان کړ.

 

د یو بل خبر له مخې:

د پنجشېر ولایت پوهنې رئیس او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت د بازارک د هلکانو د لېسې او برهاني خصوصي لېسې اداري او تدریسي کړنې و څېړلې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS