له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۵
123

فاریاب

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي، د فاریاب ولایت پوهنې ریاست له مشرتابه سره وکتل.
د یاد پلاوي د سفر موخه، د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مرکزي څانګو او ولسوالیو د آمریتونو د کارونو او فعالیتونو څارنه وه.

بلخ

د بلخ ولايت پوهنې رياست نوی تشکيل نهايي او پلی شو.
د بلخ ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل د يادې ادارې له مسئولینو سره د يوې غونډې په ترڅ کې، د نوي تشکيل د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې او له هغوی يې وغوښتل، چې په ورسپارل شويو دندو کې خپلې چارې په صداقت سره ترسره کړي. 

سمنګان

د سمنګان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني په داسې حال کې چې د یوه همکار بنسټ استازي ورسره مله وو، د اجاني ملکه لېسې پر زده کوونکو د حفظ الصحې مواد ووېشل.
د سمنګان پوهنې رئیس له یادې ادارې څخه د مننې پرمهال، روغتیا د ژوند یو اړین او مهم عنصر وباله او زده کوونکو ته یې لارښوونه وکړه، چې شخصي حفظ الصحه په جدي توګه مراعات کړي او خپل چاپېریال پاک وساتي.
 
لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د یاد ریاست د انجنیرانو له یوه ټېم سره د الینګار ولسوالۍ د سنګر نمبر۲ لېسې د بیارغاونې چارې، چې د (UNHCR) مؤسسې په مالي مرسته د ۲۹۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت سره ترسره کیږي، څارنه وکړه. 
نوموړي له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د یاد ښوونځي د بیارغونې چارې له قرارداد سره سمې په ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

د یاد ولایت له پوهنې ریاست څخه یو بل خبر:

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي د لغمان د پوهنې له رئیس او رهبرۍ سره په کتنه کې، یاد ولایت ته د خپل سفر موخه، د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه او کتنه وبلله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۳
Background image

په شمالي زون ولایتونو کې د ښوونکو وړتیا لوړولو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ شول

پوهنې وزارت، د همکارو ادارو په ملاتړ، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا کارکوونکو لپاره ۹ ورځني روزنیز ورکشاپونه په بلخ او پروان ولایتونو کې پیل کړل.
په دغو ورکشاپونوکې د شمالي زون له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۱
Background image

غزني ولایت کې د ۱.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت زنخان ولسوالۍ په راحت‌خېل سیمه کې د "شهداء الصالحین" دیني مدرسې نوې ودانۍ، د یادې ولسوالۍ پوهنې مسئولینو له‌خوا په رسمي ډول افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده مدرسه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار اړوندو ښوونځیو له تعلیمي وضعیت څخه ارزونه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، د وزارت د یو شمېر مسئولینو په ملتیا، د کابل ښار رڼا او بي بي مهرو ښوونځيو ته لاړ او د هغوی ښوونیز بهیر یې له نږدې وڅېړه.
ن. . .

BACK TO NEWS