لوګرکې د یوه ښوونځي د زده کوونکو تر منځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۴ - ۹:۳۶
لوګرکې د یوه ښوونځي د زده کوونکو تر منځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر مرکز اړوند د کلنګار جهادي د هلکانو لېسې د زده کوونکو تر منځ د فوټسال پیل شوی تورنمنټ پای ته ورسېد.
یاد ټورنمنټ د پوهنې ریاست د بدنې روزنې او سپورټ مدیریت له خوا جوړ شوی وه ، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
د دغه ټورنمنټ د جوړولو موخه د فوټسال لوبې ته پرمختګ ورکول او هم د فوټسال د غوره لوبغاړو معلومول وو.
په دې ټورنمنټ کې د فوټسال ۱۵ ټیمونو او ۱۸۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې ټول د بیلا بیلو ټولګیو زده کوونکي وو.
په نوموړي ټورنمنټ کې د شاهین لوبډلې لومړی، د عقابان لوبډلې دویم او د ځوانانو لوبډلې درېیم مقامونه خپل کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر د ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ له دې مخکې هم د والیبال، فوټبال، کرکټ او فوټسال سیالۍ جوړې شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

د کابل ښار ښوونځیو ته د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د شاملېدو په موخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د پنجشېر ولایت ښوونځیو ته د ۷۸۱ زره او ۴۵۷ افغانیو په ټولیز ارزښت ۲۰۹ کڅوړې درسي مواد ورکړل شول.
ټاکل شوې ده چې یاد مواد د یوې ځانګړې ونډې له مخې د دغه ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۴
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته ۲۰۰ زره ټوکه درسي کتابونه ووېشل شول

د هرات ولایت پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د یاد ولایت له یو شمېر ښوونځیو څخه ۲۰۰ زره ټوکه اضافي درسي کتابونه راټول او هغو زده‌کوونکو ته ووېشل شول، کوم د همدغه ولایت په مرکز او ولسوالیو. . .

BACK TO NEWS