مطبوعاتی اعلامیه
له بده مرغه د کرونا وايروس د دريم موج په چټکۍ سره خوريدا د دې لامل شوه، څو د دې وايروس د لا خوريدو څخه د مخنيوي په موخه او د ټولنې د وګړو او په ځانګړي ډول د ښوونځيو د زده کوونکو روغتيا ته د پاملرنې په پار، پريکړه و شوه چې سر له ننه د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۸مه نيټه، په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتيا، پروان، ميدان وردک، پنجشير، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپيسا، کندز او نيمروز ولايتونو کې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي، مدرسې، کورسونه او د نيمه لوړو زده کړو موسسې، تر دوو اونيو پورې رخصت دي.
د پوهنې وزارت له زده کوونکو غوښتنه کوي،چې د عامې روغتيا وزارت سپارښتنې په پام کې و نيسي او د تير کال په څير د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم خپل درسونه مخته يوسي، څو په زده کړييزې لړۍ کې خنډ رامينځته نه شي.
