هرات ولایت کې د ۱۳ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ۵ بابه ښوونځیو ترمیم پروژې پیل شوې
د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیل سره، د هرات ولایت په انجیل او رباط سنګي ولسوالیو کې د ۵ بابه ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې لړۍ پیل شوه.
یادې پروژې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په ملاتړ پلې کېږي، چې ټولټال ۱۳ مېلیونه او ۱۰۰ زره افغانۍ لګښت به ولري.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر وویل: د دې ښوونځیو بیارغونې موخه د لازتو ښوونیزو آسانتیاوو برابرول، د زده کونکو لپاره د زده کړې مناسب چاپېریال رامنځته کول او دریسي کیفیت لوړول دي.
نوموړي زیاته کړه، د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې د خیریه بنسټونو او ملاتړو ادارو په همکارۍ د هېواد بچیانو ته متوازن تعلیمي محیط چمتو کړي.
