په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
959

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.
یاد سيمینار د ښوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د تدریسي کیفیت ښه‌والي او د نويو ښوونیزو تدریسي طریقو د ترویج په موخه تنظیم شوی و.
د مارجې ولسوالۍ پوهنې مسؤلینو له ګډون والو وغوښتل چې په خپلو تدریسي کړنلارو کې نوې او پرمختللې طریقې وکاروي، تر څو د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو په تعلیمي وضعیت کې څرګند او مثبت بدلونونه رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین کندهار ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې کندهار ولایت ته لاړ او هلته یې د سوېل زون د پوهنې بهیر، تعلیمي وضعیت او شته ستونزو ارزونې په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۵۴
Background image

په زابل ولایت کې یوې مدرسې لپاره نوې درسي خونې جوړېږي

د زاهدیه دیني مدرسې لپاره د ۳ درسي ټولګیو او د یو محراب جومات بنسټ ډبره د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند په حاجي نعیم کلي کې کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۵۰
Background image

غور ولایت کې د ۲ بابه ښوونځیو جوړولو چارې پیل شوې

د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د نیليو لېسې او د سرشار لومړني ښوونځي د نویو ودانیو بنسټ ډبره، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مخورو شخصیتونو په حضور کې د ټولټال ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS