په ننګرهار کې د یوه دارالعلوم د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۱
11212

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ پیرخېل سیمه کې د قومي مشرانو او ځایي سوداګرو په مالي همکارۍ، د ٣٠٠زره افغانيو په لګښت د الفاروقیه دارالعلوم لپاره د یوې درې پوړیزې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاده ودانۍ به درې بلاکونه ولري چې په هر بلاک کې به شپږ درسي ټولګي او یوه اداري خونه جوړه شي.
د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د یاد دارالعلوم د درسي او اداري چارو پرمخ وړلو لپاره مناسبې اسانتیاوې برابرې او د طلابو د زده‌کړو بهیر کې به هم د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۹:۳۵
Background image

په ننګرهار کې د ساینس او ریاضیاتو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

د پوهنې وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د نازیانو او سپین‌غر ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو یو شمېر ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د يادې برنامې موخه، په تدریسي بهیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۹:۳۳
Background image

په دایکندي کې ٨ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

د دایکندي ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې، د دغه ولایت د پوهنې آمرینو، د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو ته د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترويج» تر سرلیک لاندې اته ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۱۳
Background image

د کابل له عالي عربي دارالعلوم څخه ۲۶۱ تنه طلاب فارغ شول

نن د کابل عالي عربي دارالعلوم د ۲۶۱ تنو طلابو د فراغت په مناسبت شانداره مراسم، د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي، مرکزي رئیسانو، د افغانستان ا. ا د یو شمېر لوړپوړو مېلمنو، علماءکرامو،. . .

BACK TO NEWS