هرات ولایت کې د ۴ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ۸ بابه ښوونځیو بیارغولو چارې پیل شوې

د هرات ولایت په ګذرې او زیرکوه ولسوالیو کې د ۸ بابه ښوونځیو بیارغولو او ترمیم چارې پیل شوې.
یادې پروژې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ پلي کېږي چې ټولټال ۴ مېلیونه ۴۸۰ زره افغانۍ لګښت به ولري.
د هرات ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر وايي: د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د یاد ولایت د ولسوالیو په ښوونځیو کې د زرګونو زدهکوونکو لپاره د زدهکړې لپاره غوره او مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شي.