هرات ولایت کې د ۸۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ۲۹ بایه ښوونځیو رغنیزې پروژې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۵:۲۶
23

د پوهنې وزارت لخوا د ۸۶ مېلیونه ۴۰۷ زره افغانیو په لګښت، د هرات ولایت د ۲۹ بابه ښوونځیو لپاره یو شمېر پروژې، چې پکې د درسي خونو، احاطوي دېوالونو، اړینو ملحقاتو جوړولو او د څښاک پاکو اوبو څاه ګانو کېندل شامل دي، پیل شوې.

د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر د دغو پروژو د عملي کارونو له پیل څخه خوښي څرګنده او ویې ویل: د پورته ذکر شویو پروژو په پرانیستلو سره به په ښوونځیو کې د درسي کیفیت او د زده کړې کچه لاپسې لوړه او زده‌کونکي به وکولی شي، ترڅو په خوندي او غوره ښوونیز چاپېریال کې زده کړې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو بیارغونې او جوړولو مالي لګښتونه د پوهنې وزارت سره د همکارو ادارو له لوري ورکول کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS