په بادغیس ولایت کې د ۲ بابه ښوونځیو ودانۍ بیاورغول شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۳۰
sdg

پوهنې وزارت د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ مرکزي لېسې او د غورماچ ولسوالۍ د آبګرمک لېسې بیارغونې چارې د ۲۸ مېلیونه ۶۲ زره ۸۰ افغانیو په لګښت پیل کړي دي.

د یادو پروژو لګښتونه چې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه تمویلېږي، ټاکل شوې چې په درېیو میاشتو کې بشپړ او بیاځلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د چارواکو په وینا، د پوهنې وزارت په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د پروژو جوړولو او بیارغونې څارنه کوي او د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د دې ښوونځیو شاوخوا ۲۰۰۰ تنو زده‌کوونکو ته خوندي او معیاري تعلیمي چاپېریال چمتو شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۳۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره د څو خبرونو لنډیز

 بامیان
د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ له ښوونځیو سره د ۲۶۹ زره ۸۰۰ افغانیو مرسته وکړه.
د یادې ولسوالۍ د پوهنې چارواکو په وینا، دا مالي مرسته د توکو پېرودلو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۳۳
Background image

د دایکنډي ولایت پوهنې منسوبینو لپاره لارښود سیمینار جوړ شو

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست، د ارزیابۍ اجراآتو لارښود، عملیاتي پلان تشرېح او راپور لیکلو برخه کې د ښوونځيو ۵۰ تنو آمرینو، مدیرانو او علمي غړو لپاره سیمینار ترسره کړ.
د یاد ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس جوزجان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ پلاوی جوزجان ولایت ته لاړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم مولوي لعل جان راشد، د ولسوالیو د پوهنې. . .

BACK TO NEWS