په بامیان کې د حیاتي سواد زدهکړې ټولګیو ته حرفوي وسایل ووېشل شول
د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوند حیاتي سواد زدهکړې ټولګیو د عملي زدهکړو پیاوړتیا او مسلکي مهارتونو پراختیا په موخه، یو شمېر حرفوي وسایل ووېشل شول.
د یادو وسایلو د وېش اساسي موخه د زدهکوونکو د مسلکي مهارتونو لوړول او د عملي زدهکړو لپاره د زمینې برابرول دي، څو زدهکوونکي ګټور حرفوي مهارتونه زده او په خپلو کاري ساحو کې یې پلي کړي.
