په بغلان ولایت کې د یو باب ښوونځي بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۰
25

د بغلان ولایت پوهنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یاد ولایت د مرکزي بغلان په سیمه کې د شیخ جلال عالي لېسې بیارغونې او اساسي ترمیم چارې د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي له خوا په رسمي ډول پرانیستل شوې.

د مسئولینو په وينا، ياده لېسه د وروستيو سېلابونو له امله وېجاړه شوې، چې د بيارغونې چارې يې د يو مرستندویه بنسټ په مرسته ترسره کېږي او ۶ مېليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د يادې لېسې کارکوونکو او زده کوونکو د خپلې لېسې د بيارغونې په پيل خوښي څرګنده کړه او د زده کړو د آسانتياوو برابرولو په برخه کې يې د پوهنې وزارت د رهبرۍ هڅې وستايلې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS