په بغلان کې د یوې اداري ودانۍ او یو شمېر ښوونیزو مرکزونو د ترمیم چارې پیل شوې
د پوهنې وزارت له لوري د ۴ میلیونه، ۴۰۶ زره او ۵۳۳،۵ افغانیو په لګښت د بغلان ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او په دغه ولایت کې د ۹ مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې پیل شوې.
د یادو پروژو موخه د ښوونیزو چاپېریالونو د کیفیت ښه کول، زدهکوونکو، ښوونکو، طلابو او مدرسینو ته د مناسب، خوندي او معیاري درسي چاپېریال برابرول او د ښوونیزو مرکزونو په ودانیو کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو له منځه وړل دي.
