په بلخ ولایت کې د پوهنې وزارت ۲۹ بابه تعلیمي او اداري مرکزونه بیارغول کېږي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۲
574584

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس په وینا، د روان لمریز کال پرمهال، د سمنګان ولایت په کچه د پوهنې وزارت له بودیجې او شریکو ادارو په مرسته د ۷ مېلیونه ۶۵۶ زره ۷۷۲ افغانیو په ټولیز لګښت د تعلیمي او اداري مرکزونو بیارغونې ۲۹ پروژې پیل شوې دي، چې تر اوسه پورې ۲۷ پروژې بشپړې او د پاتې ۲ پروژو رغنیزې چارې لاهم روانې دي.
د پوهنې وزارت په ټول ملک کې د هېواد د ماشومانو لپاره د متوازنو تعلیمي اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې د علم‌پاله اشخاصو د همکارۍ غوښتونکی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

د کابل ښار ښوونځیو ته د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۳۸۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګي پورې د شاملېدو په موخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د پنجشېر ولایت ښوونځیو ته د ۷۸۱ زره او ۴۵۷ افغانیو په ټولیز ارزښت ۲۰۹ کڅوړې درسي مواد ورکړل شول.
ټاکل شوې ده چې یاد مواد د یوې ځانګړې ونډې له مخې د دغه ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۴
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته ۲۰۰ زره ټوکه درسي کتابونه ووېشل شول

د هرات ولایت پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د یاد ولایت له یو شمېر ښوونځیو څخه ۲۰۰ زره ټوکه اضافي درسي کتابونه راټول او هغو زده‌کوونکو ته ووېشل شول، کوم د همدغه ولایت په مرکز او ولسوالیو. . .

BACK TO NEWS