په خوست ولایت کې له م.جاهدینو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۱:۲۵
11

د پوهنې وزارت له لوري په خوست ولایت کې، د افغانستان.ا.ا. له شاوخوا ۴ زره ۵۰۰ تنو م.جاهدینو څخه د هغوی د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه. د یاد ولایت پوهنې رئيس ، يو شمېر استادانو او علماء کرامو د یادې آزموینې لړۍ له نیږدې ولیده او ګډون والو ته یې د پوره روڼتیا ډاډ ورکړ. د دغه آزموینې ګډون وال په تېرو دوو لسیزو کې د ج.هادي بوختیاو له امله د خپلو زده کړو څخه پاتې شوې وو. د يادونې وړ ده، چې د آزموينې د پايلو له ارزونې وروسته به نوماندان د خپلو زده کړو د دوام په موخه، د هغوی د سويې سره سم د ښوونځيو په یوولسم او دولسمو ټولګیو کې شامل شي. په ورته مهال د آزموینې ګډون والو د زده کړو له آسانتیاوو له امله د پوهنې وزارت مشرتابه څخه خوښي څرګنده او له نورو هېوادوالو يې وغوښتل، تر څو له شته فرصتونو په استفادې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS