په دایکندي ولایت د یوې لېسې د نوې ودانۍ لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۵:۲۰
123

د دايکنډي ولايت اشترلی ولسوالۍ د چنګان کلان عالي لېسې د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې پکې دیاد ولایت پوهنې رئيس، علماوو، ګڼ شمېر خلکو او د زده کوونکو والدينو ګډون درلود، کېښودل شوه.
ټاکل شوې ده، چې یاده ودانۍ د دوه نیم میلیون افغانیو په لګښت سره د ځایي خلکو  له لوري، چې ۸ درسي ټولګي، اداري څانګې او يو شمېر نور اړین ملحقات به ولري، په پاخه او اساسي ډول جوړه شي.
بل خوا د یادې ولسوالۍ د پوهنې دوستو خلکو د چکه جنګان ولسوالۍ د ښوونځي د نوې ودانۍ لپاره ځمکه ورکړه، تر څو د ياد ښوونځی ودانۍ پکې ورغول شي.
د پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار او يو شمېر ديني علماوو په خپلو خبرو کې د اسلامي شريعت له نظره د ښوونځيو او ښوونیزو بنسټونو جوړول يو صدقه جاریه عمل وباله او د یاد ولايت له خلکو يې مننه وکړه.
دغه راز د دايکنډي ولايت د اشترلی ولسوالۍ قومي مشرانو او خلکو د پوهنې رياست رهبرۍ ته د خپلو ستونزو او وړانديزونو د وړاندې کولو پر مهال ژمنه وکړه، چې د پوهنې د پرمختګ او هوساينې په برخه کې به تر خپله وسه پوره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS