په سرپل کې د ښوونځیو لپاره ۱.۶ میلیونه افغانۍ ولسي مرسته راټوله شوې
د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ پوهنې آمریت د ۱۴۰۵ لمریز کال د دویمې ربعې په ترڅ کې، د سیمې د خیرخواه خلکو، د ښوونځیو د مدیرانو او آمرینو او د ښوونیزو شوراګانو د غړو په همکارۍ، د ښوونځیو د اړتیاوو پوره کولو او تعیلمي وضعیت لاښه والي لپاره ۱ میلیون او ۶۸۰ زره افغانۍ ولسي مرسته راټوله کړې ده.
یاده مرسته ۷۸ تنو مرستندویه ښوونکو ته د معاشونو په ورکړه، د مېزونو او څوکیو په ترمیم، د ښوونځیو د ودانیو په جوړولو او ترمیم، د ښوونځیو د جوړولو لپاره د ځمکو په پېرلو، د څښاک اوبو په برابرولو، د څاهګانو او د اوبو زېرمو په بیارغونه او د ښوونیز چاپېریال په ښه والي لګول شوې ده.
