په سرپل کې د ښوونځیو لپاره ۱.۶ میلیونه افغانۍ ولسي مرسته راټوله شوې

media-moe
Wed, Sep 30 2026 11:32 AM
1

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ پوهنې آمریت د ۱۴۰۵ لمریز کال د دویمې ربعې په ترڅ کې، د سیمې د خیرخواه خلکو، د ښوونځیو د مدیرانو او آمرینو او د ښوونیزو شوراګانو د غړو په همکارۍ، د ښوونځیو د اړتیاوو پوره کولو او تعیلمي وضعیت لاښه والي لپاره ۱ میلیون او ۶۸۰ زره افغانۍ ولسي مرسته راټوله کړې ده.
یاده مرسته ۷۸ تنو مرستندویه ښوونکو ته د معاشونو په ورکړه، د مېزونو او څوکیو په ترمیم، د ښوونځیو د ودانیو په جوړولو او ترمیم، د ښوونځیو د جوړولو لپاره د ځمکو په پېرلو، د څښاک اوبو په برابرولو، د څاه‌ګانو او د اوبو زېرمو په بیارغونه او د ښوونیز چاپېریال په ښه والي لګول شوې ده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS