په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۱۳
56465

د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند په حسن‌خان کلي کې  «د اصحاب صفه دیني مدرسې» نوې ودانۍ، چې د یوه محلي سوداګرت لخوا په درې میلیونه افغانیو لګښت جوړه شوې، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسینی په حضور کې رسماً پرانیستل شوه.
یاده مدرسه ۱۱ درسي ټولګي او یوه اداري خونه لري، چې د څښاک پاکو اوبو او برېښنا یي منظم سیستم څخه هم برخمنه ده.
د غزني پوهنې رئیس د سیمې د خلکو او خیریه اشخاصو له دوامداره ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د دغې مدرسې په پرانیستلو سره به شاوخوا ۴۰۰تنه زده‌کوونکو ته د دیني زده‌کړو مناسب امکانات برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS