په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې ودانۍ ترمیم شوه
د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ په لوی کاریز سیمه کې د خیرالعلوم دیني مدرسه، چې د ترمیم لګښت یې ۴۰۰ زره افغانۍ راغلی، د یو مشهور مذهبي شخصیت په همکارۍ ترمیم او بیاځلې ورغول شوه.
د پوهنې چارواکو په وینا، د یادې مدرسې په بشپړېدو سره د طلابو ستونزې حل او ورته د زدهکړې خوندي او مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
