په غزني ولایت کې د ۱۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړې شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۰:۵۴
12

د غزني ولایت په ۶ ولسوالیو کې د ۱۷ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم چارې چې څه موده وړاندې د پوهنې له بودیجې څخه د ۱۴ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې، بشپړې او رسماً د پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیراحمد حسیني، آمرینو او علماءکرانو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د غزني پوهنې رئيس په خپلو خبرو کې ښوونه او روزنه د يوه هېواد د پرمختګ يو اساسي عنصر وباله او له خلکو يې وغوښتل چې د مدارسو او ښوونځیو فعاله ساتلو په برخه کې دې خپل دیني او ملي مسئولیت ادا کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS