په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غزني ولایت واغظ ولسوالۍ اړوند د نوآباد لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې د اوسېدونکو له لوري پر وقف شوې لس جریبه ځمکه کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ به شپږ درسي ټولګي او یوه اداري خونه ولري، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ به د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شي.
