په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۳:۰
سیبل

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ اړوند په غوره کلي کې، چې د یاد ولایت له لرې پرتو کلیو څخه دی، د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ټاکل شوې ده، دغه ښوونځی۶ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، د اوبو رسولو او لمریزې برېښنا سیسټمونه او نورو اړین ملحقات ولري، چې ۷۰ زره امریکايي ډالره لګښت پرې راځي او د جوړولو مالي لګښت یې د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې له لوري ورکول کېږي.

د فاریاب د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په وينا، تر دې وړاندې د يادې ولسوالۍ د اسلام جوی کلي د يو تن علم پروره شخصیت له لوري د ښوونځي لپاره ۴ جرېبه ځمکه وقف شوې وه.

ويناوالو په ټول هېواد کې د ښوونې او روزنې د پراختيا او پرمختګ په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ هڅې وستايلې او د هېواد له پوهنیز نظام څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ.

له بلې خوا د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د خلکو له مرستو په ځانګړې توګه د قیصار ولسوالۍ له خلکو څخه د ښوونځي لپاره د ځمکې د ورکړې له امله مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS