په فراه ولایت کې د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۱۵:۳۴
2323

د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ د شېرسرخ لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر عبدالاحد هادي، د پوهنې مسئولینو، علماوو، ولسي مشرانو، ښوونکو، زده کوونکو په حضور کې کېښودل شوه.
په مراسمو کې د يادې ولسوالۍ د پوهنې آمر د ښوونځي د بيارغونې له امله خوښي وښوده او د سیمې له خلکو يې وغوښتل چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.
نوموړي همداراز زده کوونکو ته وویل چې د ښوونځي د وسايلو په ساتنه کې دې جدي پاملرنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د ياد ښوونځي پر ودانۍ او حلقوي دیوال شاوخوا دوه ميليونه او ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي، چې د يوې مرستندويه بنسټ د سیمه ییز دفتر له لوري ورکول کېږي.
ياد ښوونځی تر ٢٨٠ تنو ډېر زده کوونکي لري چې په ازاده فضا کې په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS