په لغمان ولایت کې ۳۱ تنه حافظان فارغ شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۴:۴۳
بل

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړينه کلي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې پکې پوهنې رياست مشرتابه، مسئولینو، علماوو او د زده کوونکو والدينو برخه اخیستې وه، د قرآن کريم د۳۱حافظانو پر سرونو د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.

په ياده پرتمینه غونډه کې د پوهنې ریاست مسئولینو او دیني علماوو د خپلو ویناوو په ترڅ کې فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ، د قرآن عظیم الشان د حفظ فضیلت او په ټولنه کې د دیني علماوو د مقام په اړه خبرې وکړې، د دیني او عصري علومو زده کړه يې اړینه وبلله

د. یادولو وړ ده چې په فارغانو کې ۱۰ تنه ښځې او پاتې نور نارینه وو.

ياد مراسم په دعائيې او د حافظانو پر سرونو د پګړيو تړلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS