په لوګر ولایت کې د یوې مدرسې لپاره درسي ټولګي ورغول شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۰
asdf

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار په داودخېلو کلي کې د شهید مولوي محمد خوشال ملنګ فاروقیه دیني مدرسې لپاره د حاجي حکمت الله سلطان‌خېل او د سیمې د خلکو په ګډ مالي ملاتړ، د ۱ میلیون او ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت څلور درسي ټولګي، تشنابونه او د اوداسه مناسب ځایونه جوړ شوي دي.
د دغو ودانیو په جوړېدو سره له ۱۰۰ څخه زیاتو طالب‌العلمانو ته مناسب درسي چاپېریال برابر شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یو باب ښوونځي کې د ۳ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت دیله ولسوالۍ اړوند «عطا محمد ابوهریره ښوونځي» لپاره د ۳ درسي ټولګیو رغولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي همکارۍ د ۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۵
Background image

له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست، د روان کال د تعلیمي سویې د تثبیت د اووم پړاو په ترڅ کې د یاد ولایت په کوزکونړ، کامې، ګوشتې او دره نور ولسوالیو کې له ۱۰۶ تنو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۱
Background image

بامیان ولایت کې په ۷ میلیونه افغانی لګښت  سره ۱۰ بابه ښوونځي ترمیم او سمبال شول

د بامیان ولایت د سیغان، شیبر او مرکز اړوندو ۱۰ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. . .

BACK TO NEWS