په لوګر ولایت کې یو باب ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونه فعال شول
د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند آببازک منځني ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم او د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکه نصب او فعاله شوه، چې شاوخوا ۴۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی او یاد لګښت د سیمې خلکو له خوا ورکړل شوی دی.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل ولي متقي وایي چې په دغه ولایت کې له پوهنې سره د خلکو مرستې زیاتې شوې دي او له ټولو هغو کسانو یې مننه وکړه چې د پوهنې له بهیر سره همکاري کوي.
