په لوګر ولایت کې یو باب ښوونځی پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۲:۱۷
3

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند د کتب خېلو عالي لېسې د ودانۍ د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې لېسې د پرانیستې په مراسمو کې، د دغه ولایت د پوهنې ریاست پر مسئولینو سربېره علماوو او قومي مخورو هم حضور درلود.
 د لوګر ولايت پوهنې رياست مسئولين وايي: د ياد ښوونځي په بيارغونه کې د دروازې او کړکیو نوي کول، د احاطوي دېوال جوړول، د ودانۍ رنګول، د درسي خونو، مېزونو او څوکيو رغول شامل دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې: پر يادې پروژې څه باندې ۱۲۰ زره افغانۍ لګښت راغلى، چې د محمد آغې ولسوالۍ د پوهنې دوستو خلکو له خوا ورکړل شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې د دغه ښوونځي په رغولو سره د ۱۰۰۰ تنه زده کوونکو لپاره د زده کړې مناسب چاپېریال برابر شو.
د لوګر د پوهنې رياست مشرتابه د دغه بااحساسه خلکو له مالي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، له هغوى وغوښتل، تر څو خپل ماشومان د دیني او عصري زده کړو په موخه، مدارسو او ښوونځيو ته واستوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۴:۱۱
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

بامیان

د باميان ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله قنديلي په مشرۍ، د خصوصي انسټیټیوټونو له مسئولينو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په یاده کتنه کې د باميان ولايت پوهنې رئيس ټينګار وکړ، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۲:۴۸
Background image

د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

نیمروز

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا د څانګې روزونکو نیمروز ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني سره وکتل.

همدارنګه راز هغوی د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۲:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ د پوهنې آمریت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ د پوهنې آمریت د ودانۍ د بنسټ ډبره، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو، د سیمه ییزو ادارو استازو او د یادې. . .

BACK TO NEWS