په لوګر کې د نجونو یو ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۱۰:۵۲
په لوګر کې د نجونو یو ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د خواجه لغوي په نوم د نجونو د منځني ښوونځي ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي ودانۍ په یوه پوړه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت اړوند د اقراء پروګرام له لارې جوړ شوی دی.

جوړه شوې ودانۍ ۱۰ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، د لمریزې برېښنا سیستم، د اوبو واټر پمپ او ۳ غرفې تشنابونه لري.

دغه ښوونځۍ ۱۲ کاله مخکې تاسیس شوی، اوس مهال له لومړي ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې ۵۳۳ زده کوونکې لري، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره ۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.

د لوګر د پوهنې رئیس سرمؤلف سید عزیز احمد هاشمي د یاد ښوونځي پر جوړېدو خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې په خوښۍ ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ۲۲ ښوونځي شته، چې یواځې د حضرت بلال(رض) په نوم یو ښوونځی ودانۍ نه لري.

د یادونې وړده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم د اقراء پروګرام له لارې د ۱۱ نورو ښوونځیو ودانۍ او اړین ملحقات ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د قرارداد ورکولو پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د یاد وزارت د ساینس مرکز ریاست د اړتیا له مخې  د ۸ پایې ماشینري موادو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲۷
Background image

د قرارداد ورکولو پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د یاد وزارت د خدماتو ریاست د اړتیا له مخې  د ۱۵ قلمه قرطاسیه موادو او وسایلو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲۲
Background image

د غزني ولایت دیني مدارسو منسوبینو لپاره ښوونیز سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت د مدارسو مسئولینو، اداري مدیرانو او استادانو لپاره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني په حضور کې یو ورځنی تعلیمي سیمینار ترسره شو.
د پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS