په لوګر کې ۲ ښوونځي بیا ورغول شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۰:۵۷
په لوګر کې ۲ ښوونځي بیا ورغول شول

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د سرخ آباد او آببازک ښوونځیو د ودانیو د بیا رغونې کارونه بشپړ شول.

یاد ښوونځۍ د پوهنې ریاست په هلوځلو د پوهنې وزارت د عادي بودجې له لارې بیا رغول شوی دی. چې د دواړو ښوونځیو په بیا رغولو سره شاوخوا ۱۴۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.

د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د نوموړو ښوونځیو په بیا رغونې خوښي وښوده، د ښوونکو او زده کوونکو نه یې غوښتنه وکړه چې د ښوونځیو د ودانیو ساتنې ته دې خاصه پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS