په ميدان وردګ کې يوې لېسې لپاره د اداري ودانۍاو کتابتون بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۴۹
541654156

د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند باغک عالي لېسې لپاره د یو علم پرور شخص، ډاکټر بلال وردګ له لوري د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اداري ودانۍ او کتابتون بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاده ودانۍ به ۶ اداري خونې او د مطالعې لپاره یو کتابتون ولري، چې په جوړېدو سره به يې د ښوونځي اداري چارې لاتنظيم او د زده‌کوونکو د مطالعې لپاره ښه زمینه برابره شي.
د پوهنې مسوولينو د یادې مرستې د قدردانۍ ترڅنګ وویل، چې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال په لومړۍ ربعه کې د میدان وردګ ولایت خلکو له تعلیمي مرکزونو سره د ۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت مرستې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې باغک عالي لېسه په ۱۴۰۴ لمريز کال کې د ۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت له بوديجې څخه بیا رغول شوې وه. 
همدارنګه، ډاکټر بلال وردګ د سیدآباد ولسوالۍ په پټان‌خېلو کلي کې د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د پټان‌خېلو منځني ښوونځي د جوړولو چارې هم پیل کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د لوګر له پوهنې ریاست سره د ۲۱ خېمو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د شاوخوا ۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د لوګر ولایت له پوهنې ریاست سره  د ۲۱ خېمو مرسته وشوه.
یادې خېمې به هغو ښوونځیو ته ووېشل شي، چې د درسي ټولګیو له کمښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۳
Background image

په بدخشان کې یوې دیني مدرسې لپاره د څښاک پاکو اوبو څاه وکیندل شو

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند «سرور کائنات» صلی‌الله‌علیه‌وسلم دیني مدرسې زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په یو شمېر ولایتونو کې د وړتیا لوړونې درې او دولس ورځنۍ برنامې پیل شوې

د فاریاب، بغلان او سرپل ولایتونو د څه باندې ۸۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې او دولس ورځنۍ روزنیزې برنامې پیل شوې.. . .

BACK TO NEWS