په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د مدارسو د طلابو ترمنځ د سیالیو پایلې اعلان شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۵
5145

څه موده مخکې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت اړوند د مدارسو او دارالحفاظونو ریاست له لوري، د مدارسو د طلابو علمي کچې پیاوړتیا او د هغوی د پوهې بډاینې په موخه، د ننګرهار او لغمان ولایتونو د شاوخوا ۳۰۵ تنو طلابو ترمنځ د «صرف او نحوې» علمي سیالۍ پیل شوې وې، چې اوس یې پایلې د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې اعلان او ممتاز زده‌کوونکي د مسئولینو له خوا په جایزو او ډالیو وویاړل شول.
د لغمان ولایت پوهنې رئیس، محترم مولوي شاه جهان ساجد، د علماوو شورا رئیس، شیخ محمد سلیم حقاني او نورو مسئولینو د یادو سیالیو د پایلو د اعلان په مراسمو کې د خپلو ویناوو پر مهال، د استادانو او د سیالیو د بهیر د څار پلاویو له هڅو قدرداني وکړه. 
هغوی د دې ډول سیالیو د اهمیت او رول په اړه، چې د طالب‌العلمانو او زده‌کوونکو د استعدادونو په وده او علمي بډاینې کې لري، خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دغه لړۍ دې نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
د غونډې په پای کې، لومړي تر درېیم مقام ګټونکو طلابو ته یو ـ یو پایه کمپیوټرونه ورکړل شول او هغو طلابو ته چې څلورم او پنځم مقامونه یې ترلاسه کړي وو، یو-یو جلد قرآن عظیم‌الشان او جامې ډالۍ شوې.
مراسم د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۱:۷
Background image

د کابل ښار دیني مدارسو ممتاز زده‌کوونکي تقدیر شول

د کابل ښار پوهنې ریاست د دیني مدارسو مخکښ زده‌کوونکي، چې د سیرت‌النبي "صلی‌الله‌علیه‌وسلم" په سیالیو کې یې ګډون کړی و، د یوې غونډې په ترڅ کې تقدیر کړل.
په ياده غونډه کې د کابل ښار پوهنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۱:۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ بياورغول شوه

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند کتب‌خېل لېسې ودانۍ د زده‌کوونکو د والدینو له لوري د ۱۵ زره افغانیو په لګښت ترمیم او بیاورغول شوه.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۲۲
Background image

د غور ولایت د مرکز یو شمېر ښوونکو ته درسي کڅوړې ووېشل شوې

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار ۴۰ تنو ښوونکو ته د درسي مرستندویه توکو کڅوړې ووېشل شوې.
په ياده هره بسته کې ۲۴ ډوله درسي او ښوونیز توکي شامل دي.

BACK TO NEWS