په ننګرهار کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۲ - ۱۲:۲

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ د ګوړوکو د ښوونځي نوې ودانۍ د نوموړي ولایت د پوهنې ریاست د مالی او اداري مرستیال سید عیسی سادات، قومي مشرانو او زده کوونکو په شتون کې د پټی په پریکولو سره پرانیستل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات په خپلو خبرو کې دسېمې خلکو ته د دې ودانۍ د جوړیدو له امله مبارکي وویله او د سیمې له خلکو یي مننه وکړه چې په خپل شخصي لګښت یې دې ښوونځي ته ځمکه وپیرله. د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال وویل دا زموږ په لومړبتوبونو کې دي چې زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپیریال رامنځ ته کړو.

د دوربابا ولسوالۍ د ګوړوکو منځني ښوونځي ودانۍ د IRC ادارې په مالي مرسته په ۵۵۰ زره یورو په مجموعي لګښت په دوه پوړونو کې جوړه شوې ، چې ۲۰ درسي، ۸ اداري خونې، د ساینسي مضامینو مجهز لابراتوا، د ۲۲۰۰ ټوکه کتابونو لرونکی مجهز کتابتون، پنځه غرفې عصري تشنابونه، د لمریزې بريښنا شبکه، کمپیوټر خونه، ورزشي میدانونه، دزده کوونکو لپاره میز لرونکې څوکۍ، ۴۰۰ متره داحاطې دیوال او د څښاک د پاکو اوبو ژوره څاه لري چې په جوړیدو سره یې د یاد ښوونځي زده کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS