په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
2652

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا، د تدریس د نوې، معیاري او اغېزمنې طریقې د ترویج، د ټولګي د مدیریتي مهارتونو لوړولو او د زده‌کوونکو د زده‌کړې کیفیت ښه والي په موخه جوړ شوی دی.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده، د دغه شان علمي غونډو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا د تدریس پر کیفیت مثبت اغېز لري او د زده‌کوونکو د علمي پرمختګ او استعدادونو د ودې لپاره لا مناسب فرصتونه برابروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۳۲
Background image

د میدان وردګ ولایت له یوه ښوونځي سره نغدي مرسته وشوه

د پوهنې د يو تن مینه‌وال محترم انجنیر هدایت‌الله وردګ له لوري، د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ له شهید ډاکټر اسدالله لومړني ښوونځي سره،  د ۳۲۰۰ امریکایي ډالرو نغدي مرسته شوې ده.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په لوګر کې یوه ښوونځي ته ۱۵۰ پایې نوي مېزونه او څوکۍ ووېشل شوې

د پوهنې وزارت له لوري د لوګر ولایت په مرکز کې د کمال‌خېل لېسې ته د ۲۳۷ زره افغانیو په ارزښت ۱۵۰ پایې مېزونه او څوکۍ ووېشل شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ په اوو درسي ټولګیو کې ځای پر ځای شوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

BACK TO NEWS