په نورستان ولایت کې د ښوونځیو د بیارغونې د څو پروژو عملي کارونه پیل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۹:۳۰
123

په نورستان ولایت کې د ۱۹ میلیونه او۶۳۰ زرو ۹۵۹ افغانیو په ارزښت، د ښوونیزو بنسټونو د بیارغونې څو پروژو عملي چارې رسما پیل شوې.
  له دې جملې څخه ۵ میلیونه افغانۍ د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې د ۵ ښوونځیو د بیارغونې او ترمیم لپاره ځانګړې شوي چې د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي.
له همدې امله څه باندې ۱۴ میلیونه ۶۳۰ زره ۵۹۵ افغانۍ، د یاد ولایت په ۶ ښوونځیو کې د اړینو ملحقاتو د جوړولو او د اوبو رسولو د سیستم د فعالولو لپاره ځانګړې شوې دي، چې د یونیسف د ساحوي دفتر له لوري به په دغه ولایت کې ولګول شي.
د نورستان ولايت پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن، د یاد ولايت په پوهنې رياست کې شته ستونزو ته په اشارې سره د دغو پروژو د تمويل په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ او د يادې ادارې د همکارۍ په تړاو څرګنډه کړه، چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د نورستان ولايت د ښوونځيو د ستونزو ډېره برخه له منځه ولاړه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS