په نوي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې د دایکندي ولایت ښوونځیو ته زیات شمېر ماشومان شامل شوي دي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۱۶
33

د دایکندي ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې د یاد ولایت په ښوونځیو کې د نویو زده کوونکو د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په روان ښوونیز کال کې د دغه ولایت په ښوونځیو کې ۱۸ زره ماشومان شامل شوي دي.

د ياد ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار د پوهنې په برخه کې د زده کوونکو د زياتوالي لاملونه، خپلو ماشومانو ته د زده کړو په برخه کې د کورنيو هڅونه او لېوالتيا او په هېواد کې د پوهنې وزارت له لوري د ديني او عصري علومو په برخه کې د آسانتياوو برابرول وبلل.

نوموړي د یاد ولایت ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت مشرتابه د افغانستان.ا.ا. عالي رهبرۍ د لارښوونې او تګلارې له مخې، د هېواد ټولو بچیانو لپاره د امکان تر حده د متوازنې ښوونې او روزنې آسانتیاوې برابرې کړي دي.

د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې د د ایکنډي ولایت په ټولو برخو کې د دیني او عصري زده کړو د بنسټونو د جوړولو او فعالولو لپاره شپه ورځ هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS